IQNA

د حضرت خدیجةالکبری(س)  د وفات په مناسبت تسلیّت ومنئ

16:19 - April 12, 2022
د خبر لمبر: 3485672
تهران (ایکنا)- حضرت خدیجه ( س) چې د قریشو مشهوره او شتمنه میرمنه وه له بعثت پینځلس کاله مخکې د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم سره واده وکړ .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ دغه ستره میرمن  لومړنۍ ښځه وه چې د حضرت محمد ( س ) په رسالت یې ایمان راوړه او په خپل ټول توان او شتمنیو سره یې د اسلام له دین سره مرسته وکړه .

حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د پاک لمنۍ او د اخلاقي فضائیلو او د ښو صفتونو د لرلو په دلیل د «طاهره» لقب ئې ترلاسه کړی و .

د حضرت محمد ( س ) لپاره د حضرت خدیجه (س) وجود دومره اهمیت درلود چې پیغمبر اکرم (ص) د دغې میرمنې رحلت ستر مصیبت وباله او د حضرت خدیجه سلام الله علیها او د خپل بل ستر ملاتړي  او تره حضرت ابو طالب علیه السلام  رحلت یې «عام الخزن »یعني د غم کال ونوموه .

حضرت خدیجه سلام الله علیها شپږ بچیان وروزل چې پکښې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها خاصه مرتبه لري ؛ داسې لور  چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (س ) او د نړۍ د شیعه مسلمانانو له لومړي امام حضرت علي علیه السلام څخه وروسته د اسلام مشرۍ د هغې له نسل څخه رامینځته شوه او دوام یې وموند .

د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صدا وسیما د حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات د کلیزې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته تسلیت وايي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114648

captcha